د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال تر مشرۍ لاندې د روغتیایي خدمتونو د معیاري کولو په اړه ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۲۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو او د روغتیا په برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه

د اړوندو ریاستونو مسؤلینو د روغتیا په برخه کې موجوده ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او د حل غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د مسؤلینو ستونزې واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې د لازمو اقداماتو ترسره کېدو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS