په تېره یوه میاشت کې د پنجشېر ولایت رُخه ولسوالۍ روغتون کې ۴۸ ستر عملیاتونه ترسره شوي!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۸
MOPH

د پنجشېر ولایت رُخه ولسوالۍ څلوېښت بستریز روغتون مسؤل، ډاکټر شمس الحق سروري وویل، د روان کال سرطان میاشت کې ۴۸ بېلا بېل ستر عملیاتونه د یاد روغتون د روغتیايي کارکوونکو له لوري ترسره شوي دي.

 

له بل لوري د پنجشېر عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت الله محمدي وایې، چې یاد عملیاتونه په وړیا توګه ناروغانو ته ترسره شوي او موږ هڅه کوو؛ ترڅو په روغتیايي سکتور کې د یاد ولایت ناروغانو ته ګڼې نورې اسانتیاوې برابرې کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .

BACK TO NEWS