په بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز مزار شریف ښار کې له ۱۱ کتنځایونو او ۲ لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت په ترڅ کې د شفري نسخو د مخنیوي او د لابراتوارونو مسؤلینو ته د معایناتو په موخه د فیس اخیستلو په اړه د عامې روغتیا وزارت د لایحې اړوند لازمې سپارښتنې ترسره شوې.