د عامې روغتیا وزیر د اقتصاد وزیر سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۷:۲۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف سره د چارو د لا ښې همغږۍ اړوند مجلس تر سره کړ

 

په یاد مجلس کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحبزاده هم شتون درلود ، د دواړو له لوري د روغتیا په برخه کې د تطبیق کوونکو مؤسساتو د چارو پر څرنګوالي ، مؤثریت ، د روغتیا په برخه کې د بهرنیو مرستو په مدیریت او د اداري مراحلو پر اسانتیا خبرې تر سره کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۳۱
Background image

د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د بایزید روښان پوهنتون زده کړيالانو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

د دې غونډې اساسي موخه د زده کړیالانو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه‌ يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اعلان شویو روغتیايي بستونو د ازموینې د شفاف بهیر په اړه آنلاین ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د هېواد د مرکزي، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، سوېل ختیځ، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو له روغتیايي مسؤلینو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د غور ولایت روغتیايي مرکزونو ته تشخیصيه وسایل او معیاري یخچالونه وسپارل شو

غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او د تشخیصيه ظرفیت پياوړتيا په موخه د شهرک، ساغر او چهارسدې ولسوالیو اړوند CHC+ روغتیايي مرکزونو ته د وینې د حجرو شمېرنې (CBC) ماشینونه او. . .

BACK TO NEWS