فراه ولایت کې یو روغتيايې مرکز ته یو مجهز امبولانس ورکړل شو
د فراه ولایت عامې روغتيا رئیس مولوي احسان الله شاکر په هڅو د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ د دوخاري کلي روغتيايې مرکز ته، د لا غوره روغتيايې چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه، د موف مؤسسې له لوري د (۴۵) زره ډالرو په ارزښت، یو معیاري تجهیزات لرونکی امبولانس ورکړل شو.