د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکزي لابراتوارونو د اړتیا وړ ۶۵ قلمه ریجنټونو او مصرفي لابراتواري موادو پروژې د داوطلبۍ پروسه کې چې د ( MOPH/CPHLdds /G001) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی دی ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرمشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۰۸/۰۶/۱۴۰۳ نېــټه د پنجشنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو د پرانیست خونې ته، چې په وزیر محمد اکبر خان مینې کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه قرارلري وسپاري.

 ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۱۴۰،۰۰۰) یوسلو څلوېښت زره افغانۍ دی او د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه د ۰۸/۰۶/۱۴۰۳نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو د پرانیستلو په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د کنتر . . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د جنت . . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۲۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G04

د عقودو د قانون او د دې وزارت د تدارکاتو د ګړندیو کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو درملنې . . .

Back to tenders