د عامې روغتیا وزیر د یو شمیر نړیوالو ادارو له استازو سره انلاین لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۳:۴۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف، UNDP ، ګاوي ادارې،  USAID او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو له استازو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، په روغتیايي برخو کې د مرستو او دومدارې همکارۍ اړوند بحث و خبرې ترسره شوې

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان او یادو ادارو مرسته اړینه وګڼله او له هغوۍ د دومداره همکاریو غوښتونکی شو.

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان او یادو ادارو استازو د روغتیا په برخه کې د مرستو او دومداره همکاریو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS