د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیا ولایت ته سفر تر سره کړ
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یو ګډ تخنیکي پلاوي په ملتیا پکتیا ولایت ته سفر تر سره کړ.
د یاد سفر پرمهال ښاغلي مرستیال او مل پلاوي د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست او تطبیق کوونکې موسسې اډا مسئولینو سره وکتل په دې کتنه کې ښاغلي، مرستیال یادونه وکړه چې پکتیا ولایت ته یې د سفر موخه د روغتیا په برخه کې ستونزې په ګوته کول او د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره کول دي
د یاد مجلس پرمهال د روغتیایې خدمتونو ښه والي په موخه بحث ترسره او د شته ستونزو حل په موخه لازمې پریکړې وشوې
