د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۲۰
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ساري ناروغیو په ځانګړي توګه د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه د وزارت د مالي او اداري چارو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیالانو او مرکزي رئیسانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو د غوره همغږۍ او په کور دننه د ټولو شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

سربېره پر دې د عامې روغتیا وزیر، اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د درملو رسولو په برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي؛ ترڅو په سمه توګه د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او غوره درملنه یې وشي.

له بل لوري د وزارت مرکزي رئیسانو په هېواد کې د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) او ورته نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې د وزارت رهبرۍ ته د لازمو تدابیرو نیولو او د اړوندو ادارو تر منځ د غوره همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۱
Background image

د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس استاد محمد یونس غالب، د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي روغتون له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مقام مشاورینو (ډاکټر حدیدالله ذاکري او ډاکټر علي احد) د HMIS تخنیکي کارکوونکو، پروفیسور ډاکټر ایمل وردګ او پروفیسور ډاکټر نجیب‌ الله سکندري هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۲:۱۲
Background image

نن دوشنبه د هېواد په مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په دې کمپاین کې به تر پنځه کالو کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي؛ څو د پولیو خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او ماشومان له تلپاتي فلج څخه وژغورل شي.

راځئ! د خپلو ماشومانو په. . .

BACK TO NEWS