د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

په دې توګه د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چي د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټېټیوټ په پام کې لري؛ څو د دې روغتون اړوند د ۱۴۰۳مالي کال لپاره د راډیولوژي ډیپارټمنټ ۱۱قلمه د لګښتي موادو (اکسری فلمونو او د اکسرې فلمونو د مینځلو موادو) تهيه او تدارک کولو تړون چې شمېره یې عبارت له MOPH/NCB/IGICH/1403/G14 څخه ده، د شرکت السید افغان لمیټد، ته چې د ترافیک څلورلارې او بره کي په مینځ کي السید ټاور، مرکز کابل، افغانستان سیمه کې موقعیت لري او د ۶۶۵۱-۰۱۰۱ شمیرې جواز لرونکی دی د {۵۶۴۳۰۰۰} پنځه میلیونه شپږ سوه دري څلوېښت زره افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د لاملونو سره یو ځای د اندراګاندي ماشومانو د درملنې انسټېټیوټ ته چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې لسم سړک د شهید محمد داوود خان روغتون زړې دروازې ته مخامخ موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون په معنی نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders