د تخصص برنامې له ۲۷ تخصصي څانګو څخه نږدې د ۴۸۳ تنو متخصصینو فراغت غونډه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۶:۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اړوند، د تخصص برنامې له ۲۷ تخصصي څانګو څخه نږدې د ۴۸۳ تنو متخصصینو فراغت غونډه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، سیاسي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالکبیر، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د عامې روغتیا وزات مرستیالانو، د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ښاغلي مولوي محمد نبي عمري، د کابل والي ښاغلي ملا امین الله عبید، د ازموینو ملي ادارې مشر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي عبدالباقي حقاني او د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د تخصص برنامې څخه فارغ شویو متخصصینو او د هغوۍ کورنیو ته د مبارکۍ ویلو سربېره په روان کال کې په دومره ستره کچه متخصصینو فراغت د هېواد  روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې یو ستر ویاړ وباله او ویې ویل: ( موږ ژمن یو، چې په تخصصي برخه کې په خپلو هڅو سره یاده برنامه لا غني او په کور دننه د متخصصینو د روزلو برسېره په بهرنیو هېوادونو کې هم دوۍ ته د زده کړو زمینه برابره کړو؛ څو وکولای شو په کور دننه یو پیاوړی روغتیايي سیستم رامنځته کړو.)

د یادې غونډې په دوام د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي هم فارغ شویو متخصصینو او د هغوۍ کورنیو ته مبارکي وویله، ځوانان یې لا زده کړو ته وهڅول او تازه فارغ شویو ته یې په روغتیايي برخه کې د پرمختګونو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

له بل لوري د ریاست الوزراء عالي مقام سیاسي مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالکبیر په خپلو لاسونو د فارغ شویو متخصصینو له ډلې څخه په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې ۱۹ تنو ممتازو (د لومړي مقام ګټونکو متخصصینو ته)  ځانګړې ډالۍ ورکړې او هغوۍ یې په روغتیايي برخه کې لا زده کړو ته وهڅول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS