د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د قصبې سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دیوال رغولو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د قصبې سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دیوال رغولو پروژه چې د تړون شمېره یې  02)(MOPH/COSTRUCTIONOF WALL/NCB/1403/W- ده، د ( اکا ودانیز اوپراختیایي شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د  (D-27587)ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کور نمبر ۸، درېیم سرک، لب جر، د خېرخانې درېیمه حصه) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه (۷۷۸،۰۰۰) اووه سوه اته اویا زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اووه تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي،؛ څو د طبي اکسیجن ګاز د تدارک پروژې د بیا ځلی داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G01) ریفرینس نمبر لرونکې ده . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د الشفاء روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو (د ناروغانو، پایوزانو او نوکریوالانو لپاره د آشا میدني اوبو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G026) ده، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیر خانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د روغتون د تعمیرونو رنګولو پروژه، چې ریفرینس شمېره یې (M0PH-HRP-KHH-RFQ -1405-S11) ده، د داوطلبۍ . . .

Back to tenders