د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په دغه ولایت کې د پنځو روغتيايي ځالو د جوړولو چارې پیل شوې

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۲:۴۱
MOPH

د نیمروز عامې روغتیا رئیس ملا عبدالرحمن “عبدالله” د یادو پروژو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې دغه مرکزونه د خاشرود او دلارام ولسوالیو اړوند په دیوالک، ګرو، شاګي او خروارو سیمو کې د (UNFPA) په مالي ملاتړ د ۳ ميليونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړیږي، چې نسایي او ولادي خدمتونه به په کې وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو روغتیايي ځالو کې به د سيمې شاوخوا ۱۲ زرو ناروغانو ته د امیندوارۍ اړوند خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS