د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د عامې روغتیا مرکزي ودانیو بیارغونې پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا مرکزي ودانیو بیارغونې پروژه چی د تړون شمېره یی(MOPH/NCB/1403/W-02) ده. د (د محمد کیهان حیدرزاده ودانیز او سوداګریز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (۸۱۶۲۵)  ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د تایمني پخواني څلور لارې ۴ ناحیه، کابل، افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (4,733,595.36) څلور میلیونه،اووه سوه  دري دېرش زره، پنځه سوه او پنځه نوي اعشاریه شپږ دېرش افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو  هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند لاندې روغتونونو د ناورغانو، نوکریوالانو، او خواړو پخلي لپاره د مایع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۲:۴۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!  

د صدري ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د یاد روغتون د 10000 بالونه طبي اکسیجن د داوطلبۍ پروسه کې چې د MOPH/ISCH/NCB/1404/G1)  ( ریفرینس شمېرې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبی خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د( 37 قلم منځلو مواد) پروژی داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/ECP/NCB/1404/G008)  شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي . . .

Back to tenders