د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د محمد علي جناح روغتون د ډیزل تېلو اړتیا وړ  تړون چې د پېژندني شمېره یې (MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G07) ده. د (افغانستان دولتي نفت او گاز شرکت)  ته ورکړي، یاد شرکت (۷۹۹۵۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیر خانې کوتل سرک، ۱۷ ناحیه، مرکز کابل، افغانستان) کې دی، چې د تړون بیه یې (۲،۶۸۰،۰۰۰) دوه میلیونه شپږ سوه اتیا زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د کنتر . . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د جنت . . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۲۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G04

د عقودو د قانون او د دې وزارت د تدارکاتو د ګړندیو کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو درملنې . . .

Back to tenders