د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د يو روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې
د بلخ ولايت دهدادي ولسوالۍ شير اباد سيمه کې د (درې سوه پنځه اتیا زره) امریکایي ډالرو په ارزښت د يو روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه روغتيايي مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې (UNHCR) په مالي همکارۍ د اوو میاشتو موده کې جوړېږي، چې ورسره به شاوخوا دیرش زره کورنۍ له روغتیایي اسانتیاوو برخمنې شي