لغمان ولایت کې بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول
د لغمان عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمریت له لوري په دغه ولایت کې د خصوصي روغتیايي او خوراکي توکو له هټیو او شرکتونو څخه د دوه میاشتیني نظارت پایله کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۵ قلمه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي، چې وزن یې ۷ ټنه کېده راټول او نن ورځ د ټاکل شوي پلاوي او مسئولینو په شتون کې له منځه یوړل شول.