د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر، ښاغلي کوابینا اسانتي سره د هیواد په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د خدماتو پر څرنګوالي او کیفیت ، د روغتیايي پرسونل په ارتقاء ظرفیت، د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو د پراخوالي په موخه لیدنه ترسره کړه.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د لا نورو نویو روغتیايي ځالو جوړولو، د خدماتو پر پراختیا او راتلونکي کې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدماتو برابرول اړین وګڼل ، تر څو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات ورسول شي.