د عامې روغتیا وزیر د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۳:۴۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ملګروملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) له حوزوي مشر، ښاغلي پیو سمیت سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي ځالو د زیاتولو، په سپینو سیمو کې د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او ثابتو مراکزو ته بدلولو ، د مور او ماشوم برخې خدماتو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو، او په دې برخو کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه وبلله او د یاد سازمان له حوزوي مشر یې وغوښتل، چې د روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ دې په هغه برخو کار وکړي، چې د وزارت له لومړیتوبونو څخه وي او په توسط یې هېوادوالو ته په غوره توګه روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

بل لور د یاد سازمان حوزوي مشر وویل: "موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې د خدمتونو د پراختیا په موخه روغتیايي ځالې زیاتې او په دې برخه کې خپلو چارو ته لا دوام ورکړو"

نوموړي همداراز د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب ډاډ ورکړ”.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS