د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري ؛څو د عامې روغتیا وزارت او دوهمي واحدونو د فرنیچر بابو تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/NCB/1403/G-16) ده. د (عبیدالله انصار لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (0101-15537) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( تایمني 3 سرک، مرکز کابل، افغانستان) کې دی.

 د تړون بیه یې (7,842,000) اووه ملیونه اته سوه دوه څلوېښت زره  افغانی ده.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه هر ډول نیوکې لري کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي،؛ څو د طبي اکسیجن ګاز د تدارک پروژې د بیا ځلی داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G01) ریفرینس نمبر لرونکې ده . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د الشفاء روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو (د ناروغانو، پایوزانو او نوکریوالانو لپاره د آشا میدني اوبو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G026) ده، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیر خانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د روغتون د تعمیرونو رنګولو پروژه، چې ریفرینس شمېره یې (M0PH-HRP-KHH-RFQ -1405-S11) ده، د داوطلبۍ . . .

Back to tenders