د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند 1403 مالي کال د مرکزي دفترونو او دوهمي واحدونو د اړتیا وړ ژمي البسه او د کار کالیو داوطلبۍ په پروسه کې چې د MOPH/1403/NCB/G52 شمېرې لرونکی ده  ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا ورته حافظې له لارې ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکارتو قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم  د 17/09/1403  نېټې، د شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې (اطاق) ته وسپاري.

ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (200,000)  دوه سوه زره افغانۍ دی او د آفر پرانستې غونډه د 17/09/1403  نېټه د شنبې ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۱
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي برنامې د ارتیا وړ امنیتي او تکنالوژي معلوماتي پروژه چې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري چې د دې روغتون اړوند د 1403 مالي کال لپاره د 63 قلمه درملو د تدارک او چمتو کولو تړون چې شمېره یې MOPH/ RBH /1403/NCB/G009 ده د ( ریل لاین فارما . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا !

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د څارنې ریاست ودانۍ . . .

Back to tenders