د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند، د هیمودیالیز پروژې د اړتیا وړ ۳۱ قلمه پرزه جاتو پروژه چې د ( MOPH/HNDP/NCB/1403/G05) شمېرې لرونکی ده  د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۱۹/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، دوشنبې ورځ د ماسپښین تر ۲:۰۰  بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستی خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۱۲۰،۰۰۰)یو سل شل  زره افغانۍ دی.

او د آفر پرانیستلو غونډه د ۱۹/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، دوشنبې ورځ د ماسپښین په 02:00  بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1404/002)

د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کفیتریا او  دوکانونو جوړولو پروژې د دوهم ځل داوطلبۍ اعلان:

د پروژې د اعلان نیټه: ۰۱ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکول کوي، تر څو د: (د ۶۹ قلمه مطبوع او ۶۱ قلمه غیر مطبوع  قرطاسیو تهیه او تدارک)، چې د ریفرینس نمبر یې (MOPH . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (36قلم  لابرتواری ریجینتونو ) پروژې چې د (MOPH/IEH/NCB/1447/1404/G014) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د . . .

Back to tenders