د "درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت" نړیواله اوونه ونمانځل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د "درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت" نړیواله اوونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دغه مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت  مرکزي رئیسانو، د یو شمېر مؤسسو استازو او روغتیاپالانو ګډون کړی و.

په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت په تاریخچې، زیانونو او د مخنیوي په لارو چارو خبرې وکړې.

ښاغلي الکوزي وویل: د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې  د میکروبي ناروغیو د مخنیوي، درملنې لپاره معیاري لایحه، روغتیايي مرکزونو کې د انټي بیوټیکو د زیاتې کارونې پر څار او په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي؛ څو له مخې یې د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت کچه راکمه شي.

په یادو مراسمو کې همداراز د تشخیصیه روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر احمد ناصر حنفي، د مرکزي لابراتوارونو او د کیفیت د ښه والي او ناروغ د خوندیتوب آمریتونو له لوري ګډونوالو ته هر اړخیزې پریزنټیشنې وړاندې شوې، چې په کې د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت پېژندنه،زیانونه، د مخنیوي لارې چارې، غوښتنې او لارښوونې شاملې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د WHO له مشر سره د نري رنځ د خدماتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر، ښاغلي ايډوين سينيزا سلاوډور، د دې سازمان د مرکزي او سيمه‌ييز. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتونونو لپاره د الکترونیکي روغتیایي ریکارډ او درملنې د ثبت پر سیستم ناسته وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د ناروغانو (EMR) الکترونیکي روغتیایي ریکارډ او د هیواد په ټولو روغتونو کې د توصیه کیدونکو روغتیایي. . .

BACK TO NEWS