د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه ليدنه ترسره او هم یې د یاد انستیټوټ له رییس ډاکټر محمد قاسم"عادل" سره ولایتونو کې د شپږ نویو جوړېدونکو طبي انسټیټیونو د تشکيل په اړه ناسته ترسره کړه.

 په دغه ناسته کې د بشري سرچینو عمومي رییس ښاغلي عرفان الله کریمي  لارښوونه وکړه چې د نویو جوړېدونکو انستیټوټونو تشکیل لپاره يوه تخنيکي کميټه جوړه څو یې چارې ژر بشپړې او د ولسونو لپاره د خدماتو جوګه شي.

بل خوا په یاده ناسته کې د پوهان غضنفر انستیټوټ رییس ډاډ څرګند چې د کمیټې له جوړېدو وروسته به یادې چارې پر وخت ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS