د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس د ناروې کمېټې له مشر سره ولیدل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۱۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت اړوند پوهاند سید الف شاه غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس، محمد قاسم عادل د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشر، تاریا واټر ډال مګنوسیوم سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په دایکندي ولایت کې د یوې قابلګۍ دورې لپاره د محصلینو د جذب، په کابل ولایت کې د بدن مصنوعي غړو جوړولو (پروستیتیک او اورتوتیک) درې کلن پروګرام په امتحاني توګه فعالولو، په ۲۰۲۶ زیږدیز کال کې سترګو تکنیشن پروګرام فعالولو، په پروان ولایت کې د قابلګۍ پروګرام د نیمګړې دورې بشپړولو او د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ اړوند لیلیو او اداري څانګو لپاره د اوبو تصفیه کولو ماشینونو (Water Purifier) د نصبولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ رئیس یادو برخو کې د دغه کمېټې همکاري اړینه وبلله او په همدې موخه د یادې کمېټې څخه د مرستې غوښتونکی شو.

بل لور د افغانستان لپاره د هېواد په کچه د ناروې کمېټې مسؤل، تاریا واټر ډال مګنوسیوم په دی اړه د همکاریو ډاډ ورکړ او ویي ویل، ژر تر ژره به اړونده موضوعات د ډونرانو/بسپنه ورکونکو سره شریک کړي؛ ترڅو د راتلونکو ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونولپاره بودیجه پیدا او پروګرامونه په ښه بڼه پلي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS