د (HMIS) ټیم لوګرولایت کې له یو شمیر روغتیایي تسهیلاتو څخه نظارت تر سره کړ

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې عمومي ریاست اړوند د روغتیایي معلوماتو د اداري سیستم (HMIS) ټیم لوګرولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې له یو شمېر روغتیایي تسهیلاتو د ارقامو او کړنو د کیفیت څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پرمهال چې موخه یې په روغتیایي مرکزونو کې د تالي شیټونو، راجسټرونو او میاشتنیو راپورونو پرتله کول، د ارقامو د کیفیت تضمین او د هغو راپورونو کره والی دی، کوم چې د روغتیایي مرکزونو څخه په میاشتني ، ربعوار او کلني توګه د (DHIS2) ملي اپلیکشن له لارې په انلاین ډول د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو زېرمتون (Warehouse) ته استول کېږي.