د عامې روغتیا وزارت اړوند نږدې ۴۵۰ مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه پیل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۶:۴
MOPH

یاده ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په دولس بېلا بېلو څانګو کې له ۳۵۸۵ په شرایطو برابرو کسانو څخه په الکترونیکي (برېښنایي) توګه واخیستل شوه، چې په پرانیستې کې یې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب، د اداري اصلاحاتو او ملکي او خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور راشد او  یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ګډونوالو ته د پرانیست وینا پر مهال روغتیا وزارت یو مسلکي وزارت یاد کړ او ویې ویل: "د هېواد اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول د اسلامي نظام او په ځانګړې توګه د روغتیا وزارت دنده ده او په همدې موخه هڅه کوو، چې د دې وزارت اړوند ټولو مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شي او د وړتیا، صداقت او ایماندارۍ پر بنسټ ګمارنې ترسره کړو".

ښاغلي وزیر همداراز  د ازموینې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د خپلو زده کړو برخې ته پاملرنه وکړي او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو په راتلونکي کې هم د روغتیا وزارت اړوند خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخلو.

بل لور د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي مولوي سیف الدین تائب د یادې ازموینې برخه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، په دې ازموینه کې هیڅ ډول انساني مداخله شتون نه لري او یواځې هغه کسان به بریالي کېږي چې د اړوند بست وړتیا ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۸:۴۶
Background image

له څه باندې ۴۰ کسانو څخه چې خپلې مسلکي زده کړې یې له هېواده بهر کړې وې ازموینه واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست په همکارۍ د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو ریاست له هغه څه باندې ۴۰ داوطلبانو څخه، چې بهر کې یې زده کړې کړې وې ازموینه واخیستله.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۸:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا ملي ستراتیژۍ د تدوین په موخه د فرعي کمېټو د ظرفیت لوړونې لومړۍ دورې دوه ورځني ورکشاپ غونډه پیل شوه

د یاد ورکشاپ پرانیسته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالې وزارت اداري مرستیال ښاغلي مولوي دوست محمد مخلص، د عامې. . .

BACK TO NEWS