د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټیټوټ رئیس د بلخ ولایت د عامې روغتیا رېیس سره ولیدل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۵۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت اړوند پوهاند سید الف شاه غضنفر د روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، الحاج رحمت الله منصور سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې محصلینو ته د ټرانسپورټي چوپړتیاوو برابرولو، خصوصي انسټېټیوټونو د ارزیابۍ، بلخ ولایت کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټ لپاره د نوې ودانۍ جوړولو، په دې انسټېټیوټ کې د فارمسي، رواني روغتیا او لابراتوار څانګو د فعالولو او د محصلینو لپاره د عملي زده کړو او سپورټ برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د بلخ ولایت عامې روغتیا رئیس یادو برخو کې د همکارۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټ لپاره د نوې ودانې جوړولو برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

بل لور د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ رئیس د نوموړي غوښتنې واورېدې او په دې برخو کې یې د همکارۍ او پاملرنې ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونونو له بهیر څخه په ګډ نظارت، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۲:۱۳
Background image

دعامې روغتیا وزات د څارنې او پلټنې رئیس د لوګر ولایت عامې روغتیا له رئیس سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر په لړ کې چې موخه یې په دې ولایت کې د ( BPHS،EPHS او Vertical ) پروژو په کچه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

۳۰ تنو ته د IPC تر عنوان لاندې روزنیز ټریننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري په مرکز کابل کې د ملالۍ او اتاترک ماشومانو درملنې روغتون ۳۰ تنه کارکوونکو ته د IPC ( مرضونو د مخنیوي او کنټرول) ترعنوان لاندې څلور ورځنی. . .

BACK TO NEWS