د ولسي ژوند د ښه والي لپاره ستر ګام!
په (۳۲۰) ولسوالیو کې د ولسوالې د سطحې روغتیايي مرکزونو جوړېدل د ولس د ژوند کیفیت لوړولو په لور یو تاریخي ګام دی، روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي لپاره به خلک مجبور نه وي چې اوږده سفرونه وکړي، د دې روغتونونو په مټ به په هره سیمه کې لومړني روغتیايي خدمات په آسانه وړاندې شي، چې د خلکو ورځنی ژوند به آسانه کړي او د ناروغیو مخنیوی به وکړي.