د عمومي روغتونو د جوړولو اساسي موخې!
د عمومي روغتونونو د جوړولو اصلي موخه په افغانستان کې د لرې پرتو سیمو اوسیدونکو ته د خدماتو برابرول ، له ثانوي خدماتو څخه محرومو ناروغانو ته د خدماتو پراختیا ، د ناروغانو د مړینې د کچې را ټیتول او په ټوله کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي زیاتول دي.
د مسلکي متخصصینو ، درملو او طبي تجهیزاتو په مرسته په ولسوالیو کې د ثانوي روغتیايي خدماتو پراختیا
د عمومي روغتونونو په جوړېدو سره د ترویجي او درملیزو خدماتو په برخه کې د ټولنې لاسرسۍ زیاتیدل.
د باکیفیته خدماتو د وړاندې کولو په موخه د وړ او متخصصو اشخاصو ګمارنه!