د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د ملاریا ملي پروګرام لپاره د ډینګې تبې د پوهاوې ورکولو فورمې او د پوهاوې ورکولو پوسترونو د پروژې تړون چې د پېژندنې شمېره یې (GOV/MOPH/CDCD/MVDFCF/NCB/1403/G47) ده. د ( حبیب ناصري مطبعې) ته ورکړي، یاده مطبعه چې د  (47274) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (جمعه محمد محمدي پارک دوهم فاز چپ لاس اول نمبر، مرکز کابل، کابل) کې دی. چې د تړون بیه (598500) پنځه سوه اته نوي زره پنځه سوه افغانۍ ده.

د  حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۱۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders