د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د استقلال روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د دغه ادارې د طبي اکسیجن د پروژې چې د(MOPH/EH/NCB/1404/G01) شمیره حوالې (ریفرینس) لرونکی د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د فلش ډیسک له لارې د دې ادارې د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 08/11/1403هـ ش نېټه، د سهار تر (10:00) بجو پورې د استقلال روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) ته چې په 6 مه ناحیه - علاوالدین درې لارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.
ناوخته را رسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (100000) سل زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستې غونډه د 08/11/1403هـ ش نېټه، د سهار په (10:00) بجو د استقلال روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) کې ترسره کېږي.