د مرکز او ولایتونو ۴۰ تنو نرسانو او ډاکټرانو د جدي پاملرنو (ICU) څانګې کلینیکي برخو مدیریت کې زده کړې ترلاسه کړې
یاد روزنیز ټریننګ چې د عامې روغتیا وزارت ظرفیت لوړولو ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون تالار کې ترسره شو، ګډونوالو په کې د مجربو استادانو له لوري د جدي پاملرنو (ICU) څانګې کلینیکي برخو مدیریت کې لس ورځنی عملي او نظري زده کړي ترلاسه کړې؛ ترڅو وروسته دوی وکولای شي د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه زده کړي موضوعات په کاري سیمه کې پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت ظرفیت لوړولو ریاست له لوري د ډاکټرانو او نرسانو د ظرفیت لوړولو په موخه ورته روزنیز ټریننګونه دوام لري.