لوګر ولایت کې یو بشپړ روغتیایي مرکز پرانیستل شو
د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې د نږدې دوه دیرش میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بشپړ جامع روغتیايي مرکز د تعمیراتي چارو بشپړیدو پرانیسته ترسره کړه.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني، د عامې روغتیا وزارت مرکزي رییسانو، د لوګر د عامې روغتیا رئیس حافظ سعید الرحمن قادري، روغتیاپالانو، قومي مشرانو او ځایي اوسیدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې په یاد جوړ شوي روغتیايي مرکز خوښي وښوده او دا یې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د زرغون ښار او شاوخوا سیمو اوسیدونکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې یاد روغتیايي مرکز د (یو. این. ایچ. سي. آر ) په مالي همکارۍ جوړ او رغنیزې چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې د سیمې د خلکو لپاره به خورا ګټور ثابت شي.