د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو، چې درې ورځې به دوام ولري
![moph](/sites/default/files/2025-01/whatsapp_image_2025-01-27_at_11.55.00_c2fbd3f4_0.jpg)
دغه کمپاین چې په کندهار، هلمند، روزګان، هرات، بادغیس، بغلان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې نن دوشنبه پیل شو؛ په ترڅ کې به یې نږدې شپږ میلیونه د پنځه کلنۍ څخه کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.
عامې روغتیا وزارت په دغه برخه کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو، او ځایي اوسیدونکو څخه غواړي، چې د یاد کمپاین د ښه تطبیق په موخه خپلو سیمو کې واکسیناتورانو سره مرسته وکړي، څو په ټول هېواد کې د یادې ناروغۍ مخنیوی وشي.