د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د دغه روغتون د 14 قلمه ټوکر پروژه چې د (MOPH/EH/NCB/1404/G06) شمېرې (ریفرینس) لرونکې ده داوطلبۍ په پروسه یې کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د فلش ډیسک له لارې د دې روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د ۳۰/۱۱/1403هـ ش نېټه، د سهار تر (10:00) بجو پورې د استقلال روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) ته چې په 6 مه ناحیه - علاوالدین درې لارې ته څېرمه قرار لری وسپاري. ناوخته را رسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 65000 (پنځه شپېته زره ) افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستې غونډه د 30/11/1403هـ ش نېټه، د سهار په (10:00) بجو د شپږمې ناحیې اړوند، علاوالدین درې لارې ته څېرمه د استقلال روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) کې ترسره کېږي.