خوست ولایت کې د یو شمیر روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو پرانیسته تر سره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۲۷
moph

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خوست ولایت ته د سفر پرمهال دې ولایت کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو نیمه پاتې روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو پرانیسته ترسره کړه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل:(د امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې لورینې ټول هېواد کې ۱۷۴ نیمه پاتې روغتیایي پروژو لپاره ۴ میلیارده ۵۵۶ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې عملي چارې یې له خوست ولایت څخه پیل شوې).

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، د دغو نیمه پاتې پروژو څخه به یې څلور په خوست او پنځه په ننګرهار کې د روان کال تر پای بشپړې شي او پاتې نورې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې پاې ته ورسېږي.

د یادو روغتیایي مرکزونو د رغنیزو چارو له تکملېدو وروسته ورته طبي وسایل او مسلکي پرسونل په پام کې نیول شوی چې ورسره به ټول هېواد کې روغتیایي خدمات لا پراخ او د خلکو د لاس رسي کچه به زیات شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا ریاست له لوري په ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون کې په عصري وسایلو سمبال د جدي پاملرنې (ICU) څانګه پرانېستل شوه

دغه څانګه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په فعالیت سره به. . .

BACK TO NEWS