د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۲:۴۳
moph

 په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو تجهیز، افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې، د روږدو او سرطاني ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو او د یاد سازمان د غړو هېوادونو هڅونې اړوند خبرې وشوې.

ښاغلي وزیر، د اسلامي همکاریو سازمان استازو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان روغتیايي سیستم پیاوړتیا او پراختیا برخو کې د یاد سازمان همکاري اړینه وبلله او په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې له هغوی څخه د مرستې او د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د دغه سازمان د غړو هېوادونو هڅونې غوښتونکی شو.

بل لور د اسلامي همکاریو سازمان استازو د نورو برخو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم د مرستې او همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي

يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.

 د. . .

BACK TO NEWS