د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې له درملتونونو او عمده درمل پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۸
moph

یاد نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اچین او سپین غر ولسوالیو کې ترسره شو، چې پایله کې یې په زیاته اندازه له نېټې تېر او غیر مجاز درمل راټول او  دوه درملتونونه او یو عمده پلورنځی له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

همداراز، درمل پلورونکو ته جدي سپارښتنه وشوه، چې د غیر معیاري درملو له خرڅلاو ډډه وکړي او درمل په مناسبه بیه وپلوري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۱
Background image

د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس استاد محمد یونس غالب، د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي روغتون له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مقام مشاورینو (ډاکټر حدیدالله ذاکري او ډاکټر علي احد) د HMIS تخنیکي کارکوونکو، پروفیسور ډاکټر ایمل وردګ او پروفیسور ډاکټر نجیب‌ الله سکندري هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۲:۱۲
Background image

نن دوشنبه د هېواد په مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په دې کمپاین کې به تر پنځه کالو کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي؛ څو د پولیو خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او ماشومان له تلپاتي فلج څخه وژغورل شي.

راځئ! د خپلو ماشومانو په. . .

BACK TO NEWS