د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د دشت برچي سل بستریز روغتون ریاست د تدارکاتو مدیریت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۴۲ قلمه د مینځونکو توکو (IP موادو) چې د ریفرینس شمېره یې  (MOPH/100DEB/1404/G006) ده او ۴۴ قلمه د لابراتوار ریجنټونو تهیه او تدارک کول چې د ریفرینس شمېره یې  (MOPH/100DEB/1404/G0014) ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د دغه روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه په وړیا ډول تر لاسه کړي، د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه  (آفرونه) په سر تړلي ډول د خبرتیا له نېټې ۱۴۰۴/۱/ ۳ څخه تر ۱۴۰۴/۱/ ۲۴ نېټې پورې د سهار په لسو بجو د یاد روغتون د آفرونو پرانستې خونې ته وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانک ګرنټي ده، چې د یو اعتبار لرونکي بانک څخه (۳۲۷۲۷) دوه دېرش زره اووه سوه اووه ویشت افغانۍ دي چې د ۴۴ قلمه د لابراتور د رجنټونو د شرطپاڼې  سره مل او (۶۰۴۲۵) شپېته زره څلور سوه پنځه ویشت افغانۍ د منځلو او پاکولو توکو د شرطپاڼې سره مل د پورته پتې اړوند یې د غوډو تالار ته وسپارئ.

د آفر پرانیستلو غونډه د (۱۴۰۴/ ۱ / ۲۴  ) نېټه د یکشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د دشت برچي سل بستر روغتون، دوهم پوړ د آفرونو د پرانستې په تالار کې تر سره کېږي

پته: دیارلسمه ناحیه د دولتي تېلو ټانګ د دشت برچي سل بستریز روغتون د تدارکاتو مدیریت، کابل افغانستان.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت اړوند د پکتیا ولایت حوزوي روغتون د اړتیا وړ یو پایه CT-SCAN ماشین پېرلو او . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۰:۵۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د عامی روغتیا وزارت اړوند د 1404 مالي کال لپاره د مرکزي او دوهمي واحدونو د اړتیا وړ دوه ډوله تېل . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۰:۴۶
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته یو ځل بیا بلنه ورکوي؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت اړوند، بیروني واحدونو لپاره د 95 ام بي انټرنیټ پروژه چې د ( MOPH . . .

Back to tenders