رسنیزه اعلامیه!
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو
کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۵ ز کال لپاره د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین د روان میلادي کال د مې میاشتې له ۲۶ تر ۲۹ پورې د څلورو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا (11.8) میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
ددې کمپاین په ترڅ کې له ۲۴ تر ۵۹ میاشتني ماشومانو ته به البنډازول ګولۍ هم ورکړل شي چې د چنجیو اړوند ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
د عامې روغتیا وزیر، الحاج مولوي نور جلال جلالي ددغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل: ( د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی، چې په ټول هېواد کې د پولیو ویروسي ناروغۍ مخنیوی وکړي، هغه زیاته کړه، هڅه کوو د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو؛ تر څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ له منځه تلو موخې ته ورسېږو ).
هغه همدارنګه څرګنده کړه: « اړینه ده چې دیني علماء، قومي مخور، والدین او د ټولنې نور بانفوذه وګړي په ټول هېواد کې د واکسیناتورانو ملاتړ وکړي. موږ له ټولو څخه غوښتنه کوو چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په پولیو واکسین سره شونی دی. پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدای شي. دا مهال په هېواد کې د پولیو ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.
له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین کولای شي د پولیو واکسین په مرسته کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي فلج څخه خوندي کړي. قومي مخور کولای شي د خپلو سیمو خلک وهڅوي څو هغوی خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.
د واکسین ټیمونه د کمپاین په جریان کې ستاسو د سیمې په ټاکل شویو ځایونو کې شتون لري. له والدینو او پالونکو څخه غوښتنه کوو، چې له دغو ځایونو څخه ځان خبر کړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان د واکسین لپاره راولي.
۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالقعدې ۲۸مه / د ۱۴۰۴ هـ ش کال د جوزا ۵مه نېټه
د لازیاتو معلوماتو لپاره:
ډاکټر شرافت زمان امرخیل
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس
Sharafatzaman124@gmail.com
0202301374
واټس آپ: 0778294966