بلخ ولایت کې روغتیايي مسؤلینو او متخصصینو ته د فارماکو ویجیلانس (د درملو جانبي ضررونو څخه نظارت) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۲۵
moph

دا روزنیز ورکشاپ د درملو د منفي غبرګونونو د ثبت، څار او تحلیل په برخه کې ډاکټرانو او د ولسوالیو روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شو، چې په کې د عامې روغتیا وزارت استازو، د درملو د څار متخصصینو او د ولسوالیو روغتیایي مسؤلینو، ډاکټرانو او د بېلابېلو روغتیایي مرکزونو فارمسستانو ګډون کړی و.

د دې ورکشاپ پرانیست مراسمو کې د بلخ د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر سید احمد شاداب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ  د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو، د ناروغانو په خوندیتوب او د فارماکو ویجیلانس سیسټم پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د درملو په جانبي عوارضو علمي څار د ناروغانو د خوندیتوب ډاډمنولو او د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په لور یو مهم ګام دی.

د دې روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوال د فارماکو ویجیلانس سیسټم د اساسي موخو، د درملو د جانبي ضررونو په اړه د راپور ورکولو د مېتودونو، په دې پروسه کې د روغتیایي مرکزونو د رول او د درملو د خطر تحلیل او مدیریت اصولو برخه کې زده کړې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۲۳
Background image

په نورستان ولایت کې د نري رنځ روغتیايي خدمتونه وارزول شول

د نري رنځ ملي پروګرام اړوند ټیم د یاد پروګرام د پالیسۍ او ستراتیژۍ له مخې نورستان ولایت ته سفر تر سره او د دغه ولایت د نري رنځ روغتیايي خدمتونو څخه یې څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د سرطان د کنټرول د رهبرۍ او مدیریت بورډ پنځمه ناسته ترسره شوه

دا ناسته د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په لارښوونه د دغه بورډ د مرستیال او د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم په مشرۍ د اړوندو غړو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د زابل ولايت عامې روغتيا رياست سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۷ قلمه طبي توکو مرسته وشوه

د زابل د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان په هڅو او د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) سره د همغږۍ په پایله کې د د دغه رياست سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۷ قلمه طبي توکو. . .

BACK TO NEWS