د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د یاد وزارت د دوهمو واحدونو  اړوند ( دوه ډوله  تېلو  (ډیزل او پطرول )  برابرول او تدارک چې د تړون پېژندنې شمېره یی (MOPH/1404 /NCB/ G-1228)ده. د (کجکي مسعود بدر تجارتي او لوژستیکي شرکت)  ته ورکړي، یاد شرکت  چې د (79757) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شهر نو د حاجي یعقوب څلور لارې لسمه ناحیه، مرکزکابل، افغانستان) کې دی. د تړون بیه یې (29,650,000)  نهه ویشت میلیونه شپږ سوه پنځوس زره افغانۍ ده.

د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د دې وزارت اړوند  (  د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون د اړتیا وړ ۱۷۲ قلمه طبي ملزماتو چمتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۵
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د(یو قلم طبي اکسیجن، 1405کال) پروژې داوطلبۍ پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1405/G001)  شمېرې لرونکې ده، . . .

Back to tenders