د عامې روغتیا وزارت له لوري په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د روغتیا نړیوال سازمان او UNDP په همکارۍ هېواد کې (267276 ) پشه خانې توزیع شوي دي

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۸:۳۰
moph

دغه پشه خانې د ملاریا اوټبریکونو د کنټرول په موخه توزیع کېږي، چې د روان کال په ترڅ کې د نورستان، پکتیکا، د غزني په ناوه او د کابل په سروبي ولسوالیو کې هم د ویشلو کمپاین پیل شوی، چې پایله کې به یې د ملاریا ناروغۍ د کنټرول آمر، ډاکتر حزب الله فطرت په مشرۍ د UNDP سازمان په همکارۍ ( 386074 ) پشه خانې وویشل شي.

دغه راز بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته هم ( 23473 ) پشه خانې توزیع شوي او په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او د کابل سروبي ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې به هم امیندوارو مېندو ته (231313) پشه خانو ویشلو تر څنګ د دوا پاشي پروګرام پلی شي.

همداراز پام کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان او  UNDP له لوري په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې د هېواد په لوړ خطر لرونکو ولایتونو (ننګرهار، کونړ او خوست) کې د ۲.۵ میلیونه پشه خانو د ویشلو تر څنګ د دوا پاشي پروګرام تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS