د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د کابل په بېلا بېلو ولسوالیو کې له یو شمېر دولتي کلینیکونو څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د کابل ښاري سیمو او یو شمېر ولسوالیو کې د دولتي سکټور اړوند کلینیکونو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې
د نظارت رئیس دغه راز، روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې ناروغانو سره د ښه چلند سربېره د هغوی درملنې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.