د عامې روغتیا وزارت او WHO ترمنځ د روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې لپاره د SPDI ډشبورډ د کارونې په تړاو آنلاین غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۶:۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د روغتیا نړیوال سازمان له مسؤلینو سره د داشبورد Service Package Delivery & Implementation Platform  د معرفي کولو او د روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې او نوي کولو برخه کې د هغې د کارولو د څرنګوالي لپاره د رهبرۍ کمېټې انلاین غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې لپاره د رهبرۍ او تخنیکي کمېټو غړو، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو ګډون کړی و.

 د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو بیاکتنې او نوي کولو اهمیت او اړتیا په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې د SPDI داشبورډ کارول د دې وزارت د روغتیایي کڅوړو بیاکتنې په پروسه کې د تخنیکي کمېټې غړو لپاره یوه ښه وسیله کېدای شي.

هغه د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا او ښه والي په موخه د روغتیا نړیوال سازمان سره د نږدې همکارۍ په اړتیا هم ټینګار وکړ.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان مسؤلینو، د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې او معیاري کولو برخه کې د نړیوالې همکارۍ اهمیت او د ملاتړ کوونکو سیسټمونو رول باندې ټینګار وکړ او د SPDI ډشبورډ کارول یې د روغتیایي کڅوړو په ګډون د مرکزونو له لوري د اړینو ګامونو، د روغتیایي خدماتو ډول، بشري سرچینو، اړینو درملو او تجهیزات ټاکلو لپاره یو اغېزمن ګام وباله او د افغانستان روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا لپاره یې د دوی په دوامداره همکارۍ باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکتور، هوټلونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي کارخونو څخه نظارت ترسره شوی

یاد نظارت د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې پایله کې یې د درملو یو عمده پلورنځی او ۲۳ درملتونونه د فارمسست نه شتون له امله وتړل شول.

همدارنګه، ۱۶۵. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱
Background image

خوست ولایت کې ۵۰ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي له منځه یووړل شول

یاد درمل، خوراکي او طبي توکي د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په عقرب، قوس، جدي او دلوې میاشت کې له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه،. . .

BACK TO NEWS