تېر یو کال کې د عامې روغتيا وزارت اړوند ستوماتولوژی ملي او تخصصي روغتون کې نږدې (۶۸۴۱۷) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۹۱۹) ستر او (۶۶۴۹۸) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
همدارنګه، په دغه روغتون کې (۱۲۵۹۸۸) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۱۹۲) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.