د عامې روغتیا وزارت د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د شتون او فعالیت د تنظیم په موخه یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې ده

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۸:۴۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې؛ ترڅو د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کړي.

د دغې کمیټې له خوا د پیل شوي نظارت په بهیر کې له ډایمنډ کلینک، ملت، ګلوبل او امیري روغتونونو څخه نظارت ترسره شو، چې د کمېټې مسؤلینو له لوي ورته د رسمي جواز اخیستلو او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کۍ هم عملي شي، چې د سرغړونې په صورت کې به لازمې سپارښتنۍ او قانوني چلند کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS