د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

په دې اړه د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک "ځیرک" وویل: هیله ده چې د بیارغونې چارې ژر تر ژره بشپړې شي، ترڅو یاد روغتون په معیاري او مناسب چاپیریال کې ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتو شي.
ډاکټر ځیرک زیاته کړه، موږ په ورته وخت کې د دغه روغتون د بیارغونې چارو د پرمختګ سربېره خپله ټوله هڅه کړې، چې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لړۍ بنده نه کړو؛ ترڅو د درملنې پروسه په ښه کیفیت او پرته له کوم خنډ دوام ولري.