د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست سره د پاملرنې موسسې د ۴۰۰ کارټنه بېلابېلو درملو او طبي کیټونو مرسته وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۲
moph

د پاملرنې نړیوالې موسسې د Apeal Fund پروژې له لارې یو شمېر درمل او طبي کیټونه له کډوالو سره د مرستې لپاره د غزني ولایت د BPHS روغتیایي مرکزونو ته وسپارل.

د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک (ځیرک) د پاملرنې موسسې له رئیس ډاکټر محمد حاکم "عزیزي" څخه د یادې مرستې او دوامدارو همکاریو له امله مننه وکړه او د دې موسسې مسؤلینو ته یې ډاډ وکړ، چې د عامې روغتیا ریاست به ورسره تل همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د اصلاحاتو، بازار تنظیم او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا، د دې معینیت د رهبرۍ، د بېلابېلو برخو رئیسانو او مشاورینو په شتون کې د هېواد د خوړو او درملو سکتور د فعالیتونو ښه والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له لوري د کابل ولایت په ګزک سیمه کې ۴۹۲۱ کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه توکي د لابراتواري ازموینو په پایلو کې منفي تثبیت شوي، چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت د خوراکي توکو تاسیساتو د څارنې امریت مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال. . .

BACK TO NEWS